پینتاګون: طالبان له امریکا سره د داعش پر وړاندې مبارزه کې همکار نه دي

طرز پرس

3 سنبله 1403

BB1kCw01.jpeg

پنټاګون اعلان کړی چې امریکا متحده ایالات د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې مبارزې لپاره یو نړیوال ائتلاف لري، خو طالبان د دې ائتلاف برخه نه دي.
طرز پرس: د امریکا د دفاع وزارت «پینتاګون» مرستیاله ویانده سبرینا سینګ د پنجشنبې په ورځ، د اګست په ۲۲مه، خبریالانو ته ویلي چې طالبان داعش پر وړاندې مبارزې په برخه کې له امریکا سره همکاري نه کوي. سبرینا سینګ زیاته کړه: «امریکا د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره یو نړیوال ائتلاف لري او طالبان د دې ائتلاف برخه نه دي. متحده ایالات له خپلو متحدینو سره همکاري کوي ترڅو د داعش ماتې تضمین کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شانګهای وروستۍ غونډې په څنډه کې اعلان کړی و چې طالبان د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې د مسکو متحدین دي. ولادیمیر پوتین دا نه وو څرګند کړي چې د تروریستانو پر وړاندې د مبارزې هدف یې کومه ډله ده.