طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون نافذ کړی او په دغه قانون کې د « فتنې له وېرې د ښځې د ټول بدن پوښښ لازمي او مخ پټول په کې» ضروري ویل شوي دي.
طرز پرس: د طالبانو د عدالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي، په دغه قانون کې یوه مقدمه، ۴ فصلونه او ۳۵ مادې شاملې دي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شوی دی. د اعلامیې پر بنسټ، دا د امربالمعروف وزارت د اسلامي شریعت او حنفي فقهې له مخې د «خلکو ترمنځ د سولې او ورورولۍ په تامینولو او له قومي، ژبنيو او سمتي تعصباتو څخه په منع کولو مکلف شوی دی.»
اعلامیه کې زیاته شوې، د یاد قانون په یوې برخه کې د حجاب اړوند حکمونه بیان شوي او د «ښځې د ټول بدن ستر لازمي او د «فتنې د وېرې» له کبله د مخ پټول پکښې» ضروري ویل شوي دي.
دغه راز په دې قانون کې د نارینهوو د عورت د ستر څرنګوالی هم د شریعت په اساس مشخص شوی او محتسبان مکلف شوي دي ترڅو د نارینهوو او ښځو د عورت د ستر اړوند امربالمعروف او نهی عن المنکر وکړي.
د امربالمعروف قانون نافذ او د «فتنې له وېرې» د ښځو مخ پټول پکې لازمي یاد شوي
راشد صافی
طرز پرس
31 اسد 1403