د افغانستان له فضا څخه د نړیوالو پروازونو بې ساري زیاتوالی

طرز پرس

2 سنبله 1403

190117-845079.jpg

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې په سیمه کې د وروستي کړکېج له کبله، د افغانستان له فضا څخه د نړېوالو پروازونو شمېر په بېساري کچه زیات شوي او نړیوال هوايي چلند اداره د افغانستان فضا یوه خوندي لاره ارزولې ده.
طرز پرس: رویټرز د جمعې په ورځ په یوه راپور کې ولیکل چې په سیمه کې د کړکېج په اړه له راپورته شویو اندېښنو وروسته، نړیوال ملکي هوايي چلند اداره او د هوايي ټرانسپورټ نړیوالې اتحادیې خپل پروازونه د افغانستان له فضا څخه زیات کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان فضا د اسراییل او ایران په پرتله خوندي لاره ده.
رویټرز په خپل راپور کې زیاته کړې چې لویې هوايي کرښې، لکه سنگاپور ایرلاینز، بریتیش ایرویز، ترکیش ایرلاینز، تای ایرویز او فرانس ایرویز، په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له فضا څخه په بېساري کچه ګټه پورته کړې.
یان پتچنیک، چې د «فلایټ رادار۲۴ » ویاند دی، رویټرز ته ویلي چې په منځني ختیځ کې کړکېچونو د هوايي چلند محاسبات بدل کړي دي. نوموړي ویلي، هوايي کرښې په طبیعي توګه هڅه کوي چې خطر کم کړي او د افغانستان فضا یې د ایران او اسراییل په پرتله خوندي لاره ارزولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پر لاس د افغانستان له سقوط وروسته، په هېواد کې د هوايي ټرافیک د کنټرول خدمات بیا پیل شوي نه دي او افغانستان دا مهال د تېرېدونکو پروازونو د مدیریت لپاره اړین ټکنالوژي نه لري او نه شي کولی چې په دغه بهير کې کوم نقش ولوبوي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.