د المان د بهرنیو چارو وزیرې، انالنا بربوک خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره تلیفوني خبرې کړي دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې تلیفوني خبرو کې په منځني ختیځ کې روان کړکېجن وضعیت د بحث اصلي ټکی وو.
طرز پرس: د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې دواړو خواوو د موجوده ستونزو د حل لپاره په مذاکرو او سیاسي سلا مشورو باندې ټینګار کړی دی. له بلې خوا، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په خپل اکس پاڼه کې ليکلي چې په دې ټلفني خبرو کې «د منځني ختیځ پر کړکېچن وضعیت او په ایران کې د آلماني تابعیت لرونکو بندیانو» په اړه خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د تهران او برلین ترمنځ اړیکې خرابې شوي دي. آلمان شاوخوا یو میاشت مخکې په هامبورګ کې د ایران اسلامي مرکز د «افراطیت د خپراوي» په تور تړلی دی. له بلې خوا ایران هم په تهران کې د جرمني ژبې پر یو مرکز «ګویته» برید کړی او دروازه یې ورته تړلې ده. برلین د دې اقدام په غبرګون کې شاوخوا یوه اونۍ مخکې د ایران سفیر احضار کړی او له هغه یې وضاحت غوښتی دی.