چاودنې په ننګرهار کې د یوې مدرسې پنځه زده کوونکي او د هغوی یو مدرس وژلي دي

طرز پرس

1 سنبله 1403

تخریب-جاده-ها.jpeg

له ننګرهار څخه ځايي سرچینې طرز پرس ته وایي چې پنځه کوچني ماشومان چې د یوې مدرسې زده کوونکي وو له خپل مدرس سره یو ځای په یوې چاودنه کې وژل شوي دي.
طرز پرس: په ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو ویاند هم دغه پېښه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې چاودنه د سړک غاړې ماین له امله د دې ولایت په شمیل سیمه کې رامنځته شوې ده. د طالبانو د پولیسو ویاند زیاته کړې چې دا ماشومان د نورستان اصلي اوسېدونکي وو او د دره نور ولسوالۍ ته په لاره کې وو چې د سړک غاړې ماین سره مخ شوي دي. د طالبانو د پولیسو ویاند هم د دې پنځو ماشومانو هویت د دیني مدرسې زده کوونکي ښودلي، خو د شپږم کس په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
تر اوسه پورې د دې چاودنې مسئولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.