په داسې حال کې چې په ورستیو کې یو شمېر راپورونه د طالب چارواکو ترمنځ په لویه کچه له ژورو اختلافاتو پرده پورته کوي؛ خو د طالبانو یو شمېر چارواکي له کوم څرګند سپيناوي پرته بیا ټینګار کوي چې د دوی ترمنځ هېڅ ډول اختلافات نشته.
د طالبانو د رهبرۍ شورا یو غړي حافظ انس حقاني هم تازه دا خبره رد کړې. نوموړي ویلي: «څوک دې نفاق ته د لمن وهلو هڅه نه کوي. مونږ د حکومت په کچه د چارواکو ترمنځ هیڅ نوع اختلافات نلرو.»
تر حقاني مخکې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملابرادر هم د دې ډلې د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسم کې ویلي وو چې د طالبانو د چارواکو ترمنځ هېڅ ډول اختلافات نه لېدل کيږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کيږي چې په ورستیو کې رسنیو د طالبانو ترمنځ له ژورو اختلافاتو پرده پورته کړې ده. د طالبانو مشر ملا هبت الله د دې ډلې د یو مهم چارواکي خلیل الرحمان حقاني په جنازه کې ګډون ونه کړ او دا کار د طالبانو د چارواکو ترمنځ د یو ژور اختلاف نسبي احتمال لاپسې غښتلی کړ.
د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو د رهبرۍ په کچه، پر ځینو مهمو او بنسټيزو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د واک پر وېش، په خپل سر سیاسي پرېکړې، له نړیوالو سره د تعامل پر څرنګوالی او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په اړه، ژور اختلافات موجود دي.
ملګرو ملتونو په خپل یو تازه راپور کې ويلي چې له پاکستاني طالبانو سره د چلند په اړه هم، طالب مشران په خپل منځ کې په یوه خوله نه دي. یو شمېر باخبرو سرچینو طرز پرس ته هم ویلي چې اختلافات تر ډېره د طالبانو د مشر ملاهبت الله او حقاني کړۍ ترمنځ مطرح کيږي. د دغو سرچینو په وینا، د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر ملا هبت الله په پرتله تر ډېره نرم او انعطاف منونکی دی.
تر دې مخکې امريکايي رسنۍ نیویارک ټایمز هم له سراج الدین حقاني څخه د یو نسبتاْ معتدل شخصیت انځور وړاندې کړ. حقاني دغې شبکې ته ويلي وو چې «طالبانو د جګړې او تاوتریخوالي فصل تړلی او اوس یې له نړیوالو سره د مثبت تعامل او اړیکو فصل پرانېستی دی.»
باخبرې سرچینې طرز پرس ته وايي چې سراج الدین حقاني تر ډېره له نړیوالو سره تعامل ته لېوالتیا لري او له همدې کبله د بورد بورد، «یوڅه راکړه یو څه به درکړم» له شرایطو سره هم موافق دی؛ خو ملاهبت الله او هغه ته وفاداره کړۍ هڅه کوي چې د سراج الدین حقاني دا نقش تر سوال لاندې راولي او هغه بې صلاحیت او بې واکه معرفي کړي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله څو وخته مخکې د یو احتیاطي تدابير په ترڅ کې د کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت او له استخباراتو عمومي ریاست څخه د وسلو د وېش واک هم اخېستی دی. باخبرې سرچینې په دې باور دي چې دا کار هم یوازې د دې لپاره ترسره شوی چې په امنیتي دستګاه کې د سراج الدین حقاني د نفوذ مخنیوی وشي.
اوس له دغو راپورونو وروسته د طالبانو یو شمېر چارواکي د رهبرۍ په کچه اختلافات ردوي؛ خو د خپلو څرګندونو لپاره یې هېڅ ډول استدلال او سپیناوی نه دی کړی.