ټرمپ: زه هم له افغانستان څخه وتلم، خو په عزت او ځواک

طرز پرس

27 قوس 1403

GettyImages-1485874363.webp

د امریکا منتخب ولسمشر، دونالډ ټرمپ، یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو څرنګوالي په اړه سختې نیوکې وکړې او ټینګار یې وکړ چې که هغه ولسمشر وای، د وتلو بهیر به بل ډول ترسره کېده.

ټرمپ خپلو تازه څرګندونو کې وویل: «زه هم له افغانستان څخه وتلم، خو په عزت او ځواک سره وتلم. زه تضمین کوم چې هغوی [طالبان] به زموږ له نظامي تجهیزاتو سره داسې پرید نه وای ترسره کړی.»

ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د جو بایډن د حکومت پر وړاندې د خپلو انتقادونو په دوام کې وکړې او له افغانستان څخه د جوبایډن تر نظر لاندې د وتلو بهیر یې د «امریکا د تاریخ تر ټولو لویه ناکامي» وبلله.

د ټرمپ په وینا، له افغانستان څخه د وتلو څرنګوالي نه یوازې د امریکا نړیوال حیثیت ته زیان ورساوه، بلکې د امریکا د دښمنانو د ځواکمنېدو لامل هم شو.

ټرمپ همدارنګه زیاته کړه چې که هغه ولسمشر وای، د وتلو بهیر به په عزتمند ډول ترسره کېده او نظامي تجهیزات به هېڅکله د طالبانو لاس ته نه لویده.