د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، انالنا بائربوک، د بشار اسد ټولو ملاتړو او د هغه د کورنۍ غړو ته جدي خبرداری ورکړی چې آلمان ته د پناه اخېستو هڅه ونه کړي. بائربوک د آلمان Bild am Sonntag ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي: «هر هغه څوک چې د اسد شکنجه ګرو ته په آلمان کې د پناه اخېستو وړاندیز کوي، باید واضح ورته ووایم: موږ به د رژیم ټول ملاتړي د هغوی د وحشتناکو جنایتونو لپاره د قانون په ټول ځواک سره محاکمه کړو.»
هغې همدارنګه ټینګار وکړ چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو امنیتي او استخباراتي ادارو ترمنځ نږدې همکاري اړینه ده. دغه څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې آلمان د هغو کسانو د حساب ورکولو لپاره کلک هوډ لري چې د اسد د رژیم په جنایتونو کې لاس لري.
آلمان: د بشار اسد ملاتړي به د قانون په ټول ځواک محاکمه کړو
طرز پرس
25 قوس 1403