امریکا: طالبان د القاعدې او د سیمه‌ییزو شخړو د عاملین کوربه دي

طرز پرس

23 قوس 1403

OIP (2).jpg

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې چې طالبان لا هم په افغانستان کې د القاعدې کوربه‌توب او ملاتړ ته دوام ورکوي.

په دې راپور کې همدارنګه، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د موجودیت او د دې ډلې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه هم یادونه شوې چې د راپور پر بنسټ، له افغانستان څخه ترسره کېږي.

راپور زیاتوي چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان سره د چلند په اړه په خپل منځ کې اختلافات لري. په راپور کې راغلي چې طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې د داعش خراسان پر وړاندې بریدونه کړي او دا ډله د ځان لپاره اصلي ګواښ ګڼي.

د راپور پر بنسټ، له دې سره چې طالبانو د دوحې تړون له مخې د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پرخپلو ژمنو ټینګار کړی؛ خو القاعده، داعش او تحریک طالبان پاکستان لا هم په افغانستان کې فعال دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه کلني راپور کې داهم راغلي چې متحده ایالاتو لا تراوسه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره کومه پرېکړه نه ده کړې.