اسراییل ټایمز: اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره چمتو کیږي

طرز پرس

22 قوس 1403

22222.jpg

اسراییل ټایمز ورځپاڼې د دې هېواد د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اسراییل هوايي ځواک د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي.

راپور وايي، په سیمه کې وروستي بدلونونه، په ځانګړې توګه په سوریه کې د بشار الاسد حکومت پړځېدل او د ایران د نیابتي ځواکونو کمزوري کېدل، دغه اقدام لپاره نوی فرصت برابر کړی دی.

د اسراییل پوځي چارواکي باور لري چې د ایران سیمه‌ییز متحدین لکه د لبنان حزب‌الله او په سوریه او عراق کې د ایران ملاتړي ملیشې کمزوري شوي دي او دا کار د هر ډول برید پر وړاندې د ایران د ځواب ویلو وړتیا کمزورې کړې ده.

همداراز پر ایران د نړیوالو فشارونو ترڅنګ د دې هېواد د اټومي پروګرام په اړه د اسراییل دا انګیرنه هم غښتلې شوې چې اوس د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید د بریا احتمال تر پخوا ډېر زیات دی.

د اسراييل او امریکا پوځي چارواکو پخوا لا ویلي وو چې د ایران اټومي پروګرام، اسراییل او لویدیځو هېوادونو لپاره یو جدي ګواښ دی او په دې اړه باید پوځي اقدام وشي.