بریدګر څنګه تر خلیل الرحمان حقاني رسېدلی دی؟

طرز پرس

21 قوس 1403

OIP (2).jpg

د هغه ځان وژونکي بریدګر د پېچلې عملیاتو په اړه نوې جزییات خپرې شوي دي، چې نن د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ ۲۱مه، توانېدلی د طالبانو یو جګپوړی چارواکی، خلیل‌الرحمان حقاني، د دې وزارت په ودانۍ کې په نښه کړي.

د باخبرو سرچینو په وینا، بریدګر د دې په پلمه چې په لاس یې عملیات شوی او پکې د فولادو ستنه موجود دی، له امنیتي وسپنه موندونکو چیک پاینټونه په ماهرانه ډول تېر شوی او ځان یې خپل هدف ته رسولی دی.

سرچینې وایي چې د بریدګر اصلي هدف د طالبانو جګپوړی چارواکی او د دې ډلې د کډوالو سرپرست وزیر، خلیل الرحمن حقاني و، چې په هماغه لومړۍ ګزار وژل شوی دی. تر اوسه هېڅ ډلې په رسمي ډول د دې ځان وژونکي برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی؛ خو طالبانو ويلي‌ چې دا برید د خوارجو «داعش» کار دی. 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه اعلامیه کې وویل چې خلیل الرحمان حقاني د دوی د کډوالو چارو وزیر د داعش په یوه وحشیانه برید کې وژل شوی دی. نوموړي د حقاني وژل لویه ضایعه بللې او ټینګار یې کړی چې هغه د «خوارجو» په پلان شوی برید کې وژل شوی دی. طالبان، داعش ته د «خوارجو» نوم کاروي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، طالب چارواکو او په ځانګړي ډول ذبیح الله مجاهد په ځلونو ويلي چې داعش په افغانستان کې ماته خوړلې او د دوی پر وړاندې د بریدونو ځواک نه لري.