د بشار اسد مخالفین د سوریې مرکز د دمشق ښار ۱۰ کیلومترۍ ته رسېدلي دي

طرز پرس

17 قوس 1403

eV6T1E8E.jpg

د سوریې د جګړې وروستي راپورونه ښيي چې د بشار اسد مخالفو وسله والو ډلو د سوریې مرکز د دمشق ښار ۱۰ کیلومترۍ ته نږدې شوي دي، خو تر اوسه یې دمشق ته ننوتل نه دي تاييد شوي.

د هیئت تحریر شام اړوند مطبوعاتي فعالانو په خپل ټیلیګرام کې ویلي چې دوی د دمشق د محاصرې هڅه پیل کړې او پلان لري چې له دوه ستراتیژیکو اړخونو ښار ته داخل شي.

په ورته وخت کې د سوریې رسنیو ويلي چې د روسي هوايي ځواکونو لخوا د مخالفینو پر مرکزونو سخت بریدونه شوي او لاهم د سوریې مرکز د دمشق ښار د دولت په کنټرول کې پاتې دی.