د جهادي قومندانانو له یوې ډلې سره د افغانستان ژغورنه

طرز پرس

17 قوس 1403

RC-860x688.jpg

په یوه تازه تحول کې، د «جهاد» د دورې ځینې قومندانان چې اکثره یې د طالبانو مخالفین دي، د «افغانستان د ژغورنې لپاره ملی مجمع» په نوم یو نوی سیاسي ائتلاف جوړ کړی دی.

دغه مجمع د افغانستان د ژغورنې او د طالبانو مخالفو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په هدف جوړ شوی دی. مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، یونس قانونی، سرور دانش، احمد مسعود، کریم خلیلي، محمد محقق، اسماعیل خان، صلاح‌الدین ربانی، عبدالرب رسول سیاف، عمر داوودزی، رحمت الله نبیل او تادین خان د دې مجمع کلیدي غړي دي.

دغه مجمع د جمعې په ورځ د دسیمبر ۶ مه، د یوې انلاین غونډې په ترڅ کې خپل موجودیت اعلان کړ او غړو یې ټينګار وکړ چې د هغوی هدف د طالبانو پر وړاندې د یو ځواکمن ائتلاف جوړول دي.

سره له دې چې د افغانستان دننه او بهر کې سیاسي ډلې څو ځله له طالبانو سره د سولې د خبرو پیلولو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنې رد کړي دي. د دې نوي ائتلاف جوړول د مخالفینو غږ ځواکمنولو او د طالبانو پر ضد د نړیوالې مرستې ترلاسه کولو لپاره یوه هڅه ګڼل کیږي.