وروستۍ څېړنې ښيي چې رنګونه د انسان پر روان او احساساتو ژور اغېز لري. شاید تاسو هم دې ته پام کړی وي چې د رنګونو لیدل ستاسو مزاج په شعوري او غیرشعوري توګه بدلولي شي. څېړونکي باور لري چې د انسان د خوښې رنګ په مرسته کېدای شي چې تر ډېره اندازه د شخصیت بڼه معلومه شي.
که څه هم د رنګونو د ټولنپوهنې په برخه کې څېړنیزې نیمګړتیاوې شته؛ خو د انسان پر احساساتو د رنګونو اغېز بیا ثابت شوی دی. کله چې د رنګونو د همغږۍ په اړه خبرې کېږي، عموماً د یو یا څو رنګونو د متقابل اغېز او فعالیت په اړه هم قضاوت کېږي. دا څرګندوي چې رنګونه زموږ په ژوند او ورځنیو فعالیتونو کې خورا مهم رول لري.
له دې سربېره، د رنګونو او انسان ترمنځ اړیکې په بېلابېلو ټولنو کې توپیر لرلی شي، خو د هرچا په طبیعت کې د خوښې یو رنګ شته او دا هغه څه دي چې د انسان او رنګونو ترمنځ د ژورو اړیکو او عقایدو ښکارندويي کوي.
ارواپوهان باور لري چې د بریالیتوب لپاره د مناسب رنګ انتخاب ډېر مهم دی. د بیلګې په توګه، سپین رنګ پاکي، روڼتیا او دقت څرګندوي، په داسې حال کې چې تور د ځواک او جديت پیغام ورکوي. رنګونه نه یوازې زموږ د ژوند ښکلا ده، بلکې زموږ پر افکارو، اړیکو، او حتی بریاوو هم اغېز لري. د رنګونو سم استعمال کولی شي زموږ ورځنۍ چارې او احساسات مثبت لور ته بدل کړي.