د هبت‌الله تازه فرمان ته د ناروي غبرګون؛ سفارت درته نه سپارو

طرز پرس

16 قوس 1403

m.webp

د ناروي دولت اعلان کړی چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د نوي فرمان له کبله، نور له دې ډلې سره د تعامل لپاره کومه لېوالتیا نه لري او په اسلو کې د طالبانو استازی هم د افغانستان د سفیر په توګه نه مني.

د ناروي د بهرنیو چارو وزیر، اسپن بارت ایده، تازه ویلي چې له طالبانو سره به خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې راکمې کړي او دا پیغام یې طالبانو ته په ډېر وضاحت سره رسولی هم دی. د فرانسې خبري اژانس د نوموړي له قوله لیکلي: «موږ طالبانو ته په ښکاره ویلي چې په اسلو کې د افغانستان د نوي سفیر منل، زموږ لپاره هېڅ امکان نه لري.»

د ناروي دغه چارواکي ټینګار کړی چې په افغانستان کې په وروستیو کې د ښځو پر وړاندې نوي محدودیتونه لګول شوي او دا محدودیتونه، د افغانو ښځو پر ژوند یې ژور اغېز کړی دی. د ناروي د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې یوازې په هغه صورت کې تعریفېدای شي چې د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو، درناوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناروي دولت د سپټمبر په ۱۲مه په اسلو کې د افغانستان سفارت وتاړه او داسې ګنګوسې وې چې دغه سفارت به طالبانو ته وسپارل شي. خو د ناروي د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه سپیناوی وکړ چې یوازې یو کس به د سفارت د عادي کارمند په توګه او هغه هم د پاسپورټ په څېر د خلکو د عاجلو اړتیاوو لپاره ومنل شي.