پخوانی طالب چارواکی: د نجونو د تعلیم ستونزه باید د جرګې لخوا حل شي

طرز پرس

15 قوس 1403

maxresdefault (1).jpg

د طالبانو یو پخواني چارواکي سید اکبر اغا په لومړي ځل د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله فرمان په صریح ډول رد کړې او ویلي چې د افغانو نجونو د زده کړو ستونزه باید د یوې جرګې لخوا حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله پرته له کوم موجه دلیل د ښځو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازې بندې کړي او د همدې اونۍ په لومړیو ورځو کې یې له یوه بل فرمان سره پر طبي زده کړو هم بندیز پورې کړ.

د طالبانو پخواني چارواکي سیداکبر اغا، نن د پنجشنبې پر ورځ د لیندۍ ۱۵مه، په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم کړکېج باید د یوې ولسي جرګې له خوا حل شي.

ښاغلي سید اکبر اغا ويلي چې تعلیم د افغانستان د پرمختګ لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده او په دې برخه کې یوازې خلک کولی شي چې پرېکړه وکړي.

سید اکبر آغا د طالبانو د رهبرۍ په لیکوکې استخباراتي نفوذ ته هم اشاره کړې او ویلي چې: «پردي هڅه کوي د تعلیم په پلمه د خلکو او طالبانو ترمنځ واټن زیات کړي.» نوموړي زیاته کړې: افغانانو په تېرو وختونو کې هم د هېواد ستونزې د جرګو له لارې حل کړې دي او د تعلیم په برخه کې هم باید دغه دودیزه لاره تعقیب شي.

دغه پخواني طالب چارواکي ټینګار کړی چې د نجونو د تعلیم په برخه کې د پرېکړو لپاره د افغانستان د ولس رایه اړین دي. دا غوښتنه په داسې حال مطرح کيږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په تېرو دریو کلونوکې د ښځو پر وړاندې له سخت دريځو تګلارو سره ثابته کړې چې د ولس له رایه ظاهراً وېره لري او هڅه کوي چې خپلې غوښتنې یوازې د فرمانونو له لارې پر خلکو تحمیل کړي.