محسن داوړ: د افغانو نجونو تعلیم باید د نړۍ په کچه په یوه بېړني موضوع بدله شي

طرز پرس

15 قوس 1403

maxresdefault.jpg

د پاکستان د ملي ډموکراټیک ګوند مشر محسن داوړ د طالبانو مشر ملا هبت الله لخوا د افغانو نجونو پر طبي زده کړو د وروستي بندیز په غبرګون کې  له نړېوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې باید عاجل اقدامات وکړي.

محسن داوړ وویل، افغانستان يوازينی هېواد دی چې نجونې په کې له زده کړو محرومې شوې دي او دا وضعيت بايد ټوله نړۍ لپاره په يوه بېړنۍ موضوع بدله شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کيږي چې په افغانستان کې هم ګڼو نجونو د طالبانو د مشر د دغه پرېکړې پر وړاندې اعتراضات کړي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د همدې اونۍ په دوشنبې ورځې د طبي انستیتیوتونو مسئولینو ته لارښوونه کړې چې نور په دغو مرکزونو کې د نجونو پر طبي زده کړو بندیز دی. طالبانو تر اوسه د ده کار دلیل نه دی څرګند کړی؛ خو تر دې مخکې یې هم د افغانو نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې تړلې وې.