جرمني د طالبانو له لوري د افغانو نجونو پر طبي زده کړو د بندیز وروستۍ پرېګړې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې طالبانو له دغې پرېکړې سره په رښتیا هم د افغانستان راتلونکی له منځه وړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې آنالنا بِـربوک دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ، د دسیمبر په ۴مه، خپل اېکس پاڼه کې مطرح کړي دي. آغلې بربوک لیکلي: «په افغانستان کې د ښځو ژوند لا له وړاندې د زندان په څېر وو او طالبانو د قابلګۍ پر زده کړو بندیز لګولو سره، په رښتیا هم د افغانستان راتلونکی له منځه وړي.»
د المان د بهرنیو چارو وزيرې همداراز ویلي چې طالبانو له خوا د ښځو د روغتیایي زده کړو ځنډول نه یوازې اساسي روغتیایي خدمتونه ننګوي، بلکې په لویه کچه په افغانستان کې د ښځو او ناروغانو ژوند هم ګواښلی شي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله د دوشنبې په ورځ پرېکړه کړې چې نور افغانې نجونې په طبي برخو کې هم زده کړې نه شي کولی او له سې شنبې ورځې د زده کړو لپاره په ټولو طبي موسسو کې د ښځو پر ورتګ هم بندیز ولګول شول. طالبانو تر اوسه د دې اقدام لپاره کوم څرګند دلیل نه دی وړاندې کړی.