حامد کرزی: د طبي علومو موسسو د تړلو پرېکړه سخته خواشینې کړم

طرز پرس

14 قوس 1403

hamid_karzai_451673929.jpg

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د طالبانو د مشر ملا هبت الله هغه پرېکړه چې نجونې له طبي علومو څخه منع کوي، سخته خواشینی کړی او له طالبانو یې غوښتي چې دا پرېکړه دې ژر تر ژره لغوه کړي.

ښاغلي کرزي د چهارشنبې په ورځ، د دسمبر ۴مه، خپل ایکس پاڼه کې ولیکل: د دې خبر اورېدل چې د نجونو پر مخ د طبي علومو موسسې تړل کېږي، په داسې حال کې چې ښځې او میندې په ټول هېواد کې له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ دي، ډېر د خواشینۍ وړ دي.

پخوانی ولسمشر په دې باور دی چې د بهرنیو هېوادونو له اړتیا څخه د خلاصون یوازینۍ لار او د هېواد د پرمختګ یوازینی عامل زده کړه او تعلیم دی. هغه په خپل پیغام کې ټینګار کړی: «د اسلامي امارت له مشرتابه غواړم چې په طبي موسسو کې د نجونو د زده کړو د منع پرېکړه ژر تر ژره لغوه کړي او سربېره پر دې، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې هرڅومره ژر پر هغوی خلاصې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د دوشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي پرېکړه کې اعلان وکړ چې افغانې نجونې نور نه شي کولای په طبي برخو کې زده‌کړې ته دوام ورکړي. د طالبانو دغه پرېکړه په کور دننه او بهر کې سخت غبرګونونه پارولي دي.