د افغانستان پېژندل شوې او مشهوره سندرغاړې آریانا سعید، په هغه فسټیوال کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، د «عرب ممتاز» نړیواله جایزه وګټله. دا جایزه د ښځو د حقونو، موسیقۍ او کلتوري فعالیتونو په برخه کې د اغلې اریانا سعید د هڅو لپاره ورکړل شوې ده.
آریانا سعید په دې فسټیوال کې بېلابېلې سندرې وویلې او د یوې وتلې څېرې په توګه وستایل شوه. د فسټیوال په پای کې د جایزې ګټونکو په درناوي یو پرتمین مراسم ترسره شول چې د همدې مراسم په ترڅ کې مېرمن آریانا سعید د فسټیوال نړیواله جایزه ترلاسه کړه.
د «عرب ممتاز» فسټیوال د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم له خوا د عرب نړۍ، غورو استعدادونو ته د درناوي او ملاتړ لپاره رامنځته شوې ځانګړې ابتکار دی. دغه فسټیوال د بېلابېلو برخو وتلې څېرې پېژني او ملاتړ یې کوي.