د طالبانو مشر ملا هیبت الله د یو بېړني اقدام په ترڅ کې په افغانستان کې د نجونو پر طبي زده کړو هم بندیز لګولی او خپل د روغتیا وزارت له لوري ټولو طبي انستیټيوتونو ته خبرداری ورکړی چې سر له صبا باید افغانې نجونې خپلو زده کړو ته ولاړې نه شي.
طرز پرس ته یوې سرچینې د دې خبر پخلی وکړ او وویل چې دا پرېکړه نن د طالبانو د روغتیا وزارت معین، بخت الرحمن شرافت لخوا د طبي انسټیتیونو مشرانو ته اورول شوې ده.
د ملاهیبت الله د دغه پرېکړې له مخې، افغانې نجونې سر له صبا د قابله ګۍ، نرسینګ، د غاښونو او لابراتوار په برخه کې زده کړې نه شي کولی. د سرچینې په وینا، د طالبانو د روغتیا وزارت معین ټینګار کړی چې دا پرېکړه د ملا هیبت الله ده او په دې برخه کې یې هېڅ کوم اضافي وضاحت هم نه دی ورکړی.
د طالبانو د مشر د دغې بېړني پرېکړې دلیل لا تر اوسه روښانه نه ده؛ خو تر دې مخکې یې هم په نا معلومو دلایلو د ښځو او محصلینو پر مخ د ښوونځي او تحصیلي مرکزونو دروازې تړلي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر روغتیايي انسټیتیونه په همدې اړه اعلامیې خپرې کړي او له خپلو ښځینه محصلینو غوښتنه کړې چې سر له صبا دې دغو انستیتیونو ته ولاړې نه شي.
د غالب پوهنتون انستیوتیت په دې اړه ولیکل: « ټولو ښځینه محصلینو ته خبر ورکول کيږي چې د روغتیا وزارت د پرېکړې له مخې سر له صبا د لیندۍ ۱۳مه، د نجونو پر مخ تر ثاني امره پر درسونو بندیز لګېدلی دی.» دغه انستیتیوت په خپل دغه اعلامیه کې ټینګار کړی چې سر له صبا د ښځینه محصلينو پر درسونو بندیز دی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو پر ښځينه محصلینو په نورو برخو کې هم بندیز لګولی وو؛ خو تر اوسه طبي برخو کې نجونې خپلې زده کړې کولې.