د بیان ازادۍ کور، چې د رسنیو یو ملاتړی بنسټ دی، د یوناما وروستی راپور د افغانستان د رسنیو د وضعیت په اړه نیمګړی بللی او ټینګار یې کړی چې دغه راپور د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د رسنیو او د بیان ازادۍ د بحران ریښتیني ابعاد نهدي منعکس کړي.
یوناما په خپل وروستي راپور کې په مستند ډول ویلي وو چې په تېرو درې کلونو کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د بشري حقونو د ۳۳۶ مواردو سرغړونه ثبت شوې ده. په دې کې ۲۵۶ خپلسري نیونې، ۱۳۰ د ځپلو او ناوړه چلند پېښې، او ۷۵ د ګواښولو پېښې شاملې دي. خو د بیان ازادۍ کور دغه شمېرې د هغو حقایقو په پرتله ډېرې کمې بللي چې د افغانستان رسنۍ یې تجربه کوي.
دغه بنسټ وایي چې په تېرو درې کلونو کې له ۳۰۰ زیاتې رسنۍ تړل شوې دي، ۹۰ سلنه ښځینه خبریالانې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي، او طالبانو د بیان ازادۍ د ځپلو لپاره ۲۱ سخت دريځ فرمانونه صادر کړي دي. د یاد بنسټ په وینا، د یوناما راپور دې حقایقو او د دغو اقداماتو ویجاړونکو اغېزو ته اشاره نه ده کړې، چې د افغانستان د رسنیو په ټولنه یې کړی دی.
د بیان ازادۍ کور همدارنګه په ځینو ولایتونو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قوانینو د پلي کولو په اړه هم یادونه کړې، چې په پایله کې یې د ژوندیو شیانو پر خپرولو بندیز لګېدلی، د رسنیو په چارو کې د امربالمعروف د کاروکوونکو لاسوهنې زیاته شوې، او پر خبریالانو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. دغه بنسټ همدارنګه نیوکه کړې چې د یوناما راپور د افغانستان د بهر مېشتو رسنیو رول چې لا هم د خلکو د پوهاوي لپاره هڅه کوي، له پامه غورځولی دی.
د بیان ازادۍ کور له نړیوالې ټولنې، د رسنیو ملاتړ کوونکو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې د افغانستان د رسنیو ناوړه وضعیت ته ډېره پاملرنه وکړي او د بیان ازادۍ د ملاتړ لپاره په دې هېواد کې عملي او قوي ګامونه پورته کړي.