امریکا: په سوریه کې روان وضعیت پر مسکو او تهران د تکیې پایله ده

طرز پرس

11 قوس 1403

OIP.jpg

په سوریه کې د بشارالاسد د مخالفینو له پام وړ پرمختګونو وروسته، اوس د امریکا متحده ایالات وایي چې په دې هېواد کې وروستی کړکېج، پر مسکو او تهران د بشارالاسد د حکومت د تکیه کولو پایله ده.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند، شان ساویت، د یکشنبې په ورځ، د دسیمبر لومړۍ نېټې، په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هېواد یې په سیمه کې روان حالات په جدي توګه څاري او په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د سیمې له هېوادونو سره پرله‌پسې اړیکې نیولې دي. خو هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن د سوریې په ورستیو تحولاتو کې کومه ونډه نه لري.

ښاغلي ساویت زیاته کړه چې په سوریه کې روان شرایط د دې هېواد د سولې په خبرو اترو کې د ګډون نه کولو او په ځانګړي پر مسکو او تهران د بشار الاسد د باور پایله ده. نوموړي وویل: «په مسکو او تهران باندې باور د داسې شرایطو لامل شوی چې اوس یې موږ ګورو.»

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند همدارنګه د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او خپلې ستونزې د رغندو مذاکراتو له لارې حل کړي.