د سوریې د دولت اسلامپالو مخالفینو د حلب ستراټژیک هوایي ډګر ونیوه

طرز پرس

11 قوس 1403

IMG_6085.PNG

په سوریې کې د وروستیو تحولاتو په اړه تازه راپورونه ښيي چې د بشار اسد د حکومت مخالف اسلامپالو ډلو د پام وړ پرمختګونه کړي او د حلب ښار ستراتیژیک هوایي ډګر یې هم نیولی دی.

په هغو وروستیو ویډیوګانو او انځورونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، ليدل کیږي چې د سوریې د حکومت مخالف اسلامپالې ډلې د حلب په هوایي ډګر کې حضور لري. د «ابو مالک الشامي» په نوم د هیئت تحریر الشام یو مشر، په دې اړه لنډه وینا هم کړې ده.

د حلب د هوایي ډګر نیول د ستراتیژیک ارزښت له امله ډېر مهم ګڼل کېږي او د دمشق لپاره د ګواښ یو جدي زنګ هم بلل کېدای شي. دا هوایي ډګر د سوریې دولت مخالفو اسلام پالو ډلو لپاره د ځواکونو او تجهیزاتو د چټک انتقال زمینه برابروي. د دې هوایي ډګر نیول به اسلام پالو ډلو ته د سیمې په فضا کې لاسرسی ورکړي او په دې ډول به د سوریې د حکومت مخالف اسلامپال خپلې هوايي حملې او دفاعي وړتیاوې پیاوړې کړي.

له بلې خوا، د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې خبر ورکړی چې د بشار اسد مخالفینو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سوریې له ۱۲۰ څخه زیات ښارونه او ښارګوټي نیولي دي. دې سازمان د هیئت تحریر الشام په مشرۍ د جنګیالیو شمېر شاوخوا ۲۰ زره کسان اټکل کړی دی. د بشري حقونو د څار د راپور له مخې، په دغه څو ورځنۍ جګړه کې له ۳۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.