شپږ هېوادونو د افغانو ښځو له حقونو څخه د سرغړونې قضیه رسماً نړیوالې محکمې ته وسپاره

طرز پرس

8 قوس 1403

Pashto (1) (1).jpg
شپږ هېوادونو د افغانو ښځو له حقونو څخه د سرغړونې قضیه رسماً نړیوالې محکمې ته وسپاره.
په دغو هېوادونو کې د اسپانیا، فرانسه، لوګزامبورګ، مکسیکو، چیلي او کاستاریکا نومونه راغلي دي.
طالبان تورن دي چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه په دوامداره ډول سرغړونه کړې او په دې برخه کې خپلو نړیوالو ژمنو ته هم ژمن نه دي پاتې شوي.
دغو شپږو هېوادونو د نړیوالې جزایي محکمې له څارنوالۍ څخه غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر دوامداره نقض او سرغړونو تمرکز وکړي او په دې اړه خپله پرېکړه ژر اعلان کړي. طالبانو تر اوسه د دې خبر په غبرګون کې څه نه دي ویلي.