د نومبر۲۵مه:؛ په افغانستان کې د ښځو ځپل شوی غږ

فوزیه محمدی

طرز پرس

6 قوس 1403

67680-1-1.png

د نومبر۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پرضد د مبارزې نړیواله ورځ، هغه فرصت دی چې نړۍ یو ځل بیا د ښځو نه ختمېدونکو ستونزو او ننګونو ته پام وکړي.
دلته په افغانستان کې، لاهم ښځې د طالبانو د سخت‌دریځو سیاستونو قربانيان دي؛ هغه سیاستونه چې دوی له خپلو اساسي حقونو لکه زده‌کړو، کار او ازادۍ څخه محرومې کړې دي.

خو داسې ښکاري چې روانو لاریونونو او هڅو د ښځو د حقونو په خوندي کولو کې کومه ځانګړې ګټه نه ده کړې او تمه کېږي چې نړېواله ټولنه طالبانو پر وړاندې اغېزناک ګامونه پورته کړي.

په همدې حال کې، نړۍ هم د ورته ناوړه پېښو شاهده ده. یوازې په تیر کال کې، په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه ښځې د کورني تاوتریخوالي، جنسي تیري او ناموسي وژنو قرباني شوې دي.

په افغانستان کې ښځې بیا یو جلا وضعیت لري. نه یوازې د دوی د ملاتړ لپاره کوم قوانین شتون نه لري، بلکې له خپلو لومړنیو حقونو هم بې‌برخې دي.

د نومبر ۲۵مه، موږ ته یادونه کوي چې د ښځو لپاره مبارزه یوازې په یوه ورځ کې شونې نه ده. بلکې دې مبارزې ته د نړیوالو یو ګډ لوړ غږ ته اړتیا ده، داسې یو غږ چې د تاوتریخوالي پر وړاندې چوپتیا ماته کړي.