رویټرز راپور ورکړی چې روسیې د خپل تر ټولو لوی ستراتیژیک توغندي په وسیله پر اوکراین برید کړی او د اوکراین ختیځ ښار «دنپیرو» کې یې یو شمېر بنسټیزې زیربناوې په نښه کړي دي.
د اوکراین هوايي ځواک هم دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې روسیې د لومړي ځل لپاره د قارهوهونکو بالسټیکو توغندیو په وسیله پر دغه هېواد برید کړی دی. رویټرز نن پنجشنبه د لیندۍ لومړۍ نېټه راپور ورکړی چې دا توغندي له «آستاراخان» سیمې څخه، چې د کسپین سمندر په څنډه کې موقعیت لري، پر اوکراین توغول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراین تر دې مخکې د امریکا اوږد واټن ویشتونکو توغندیو پرمټ د روسیې ژور سیمې په نښه کړي وو او له هغه وروسته کرملین ګواښ وکړ چې اوکراین ته به سخت ځواب ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د روسیې وچهوهونکي بالستیک توغندي د اټومي بمونو د توغولو لپاره جوړ شوي دي او د څو بېلابېلو هدفونو د نښه کولو وړتیا لري. دا توغندي څو خولۍ لېږدوي او هر یو یې جلا هدف په نښه کولی شي. خو اوکراین تر اوسه دا نه دي روښانه کړي چې د روسیې دغه استراتژيک توغندي څه ډول ځانګړتیاوې در لودل.