په دوحه کې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سفارت استازې کرن ډیکر، د نړیوالې زدهکړې د اونۍ په مناسبت په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې د طالبانو محدودیتونه پر ښځو او نجونو د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي او هغوی د ټولنې په پرمختګ کې له ګډون کولو محروموي.
اغلې ډیکر د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۳۰مه، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې متحده ایالات د افغانستان د ټولو خلکو لپاره د مساوي زدهکړې له حقونو په کلکه ملاتړ کوي.
هغې د ښځو او نجونو د زدهکړې پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل: «افغانستان د ښځو او نجونو له ګډون پرته پرمختګ او ځانبسیاینې ته نشي رسیدلی.»
دا په داسې حال کې ده چې له درې کلونو زیات وخت وشو چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو زدهکړې محدودې کړي دي، او دغه محدودیتونه لا هم د هېواد د انساني او ټولنیز پرمختګ لپاره یو جدي خنډ ګڼل کېږي.
د کرن ډیکر دا پیغام څرګندوي چې د ښځو او نجونو د لومړنیو حقونو، په ځانګړې توګه زده کړې ته د افغانو نجونو بیا ستنېدل یوه جدي اړتیا ده او نړیواله ټولنه یې باید په پام کې ونیسي.