کابل - طرز پرس: پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي سره د لیدنې پر مهال له هغه غوښتي چې ایران باید د افغانستان مسئلې ته ډېر پام وکړي او وړاندوینه یې کړې چې د ستونزو د حل لپاره باید یو سیمهییز نوښت رامنځته شي.
د ایران سفارت د سې شنبې په ورځ د نومبر ۲۰مه نېټه، په خپل ایکس «پخواني ټویټر» کې لیکلي چې حامد کرزي «د افغانستان په مسئله کې د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت، د ډېرې پاملرنې غوښتونکی شو او د خلکو د ستونزو د حل لپاره یې د یوه سیمهییز ابتکار د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.»
په دې خبرپاڼه کې کره نه دي روښانه شوي چې د کرزي هدف د افغانستان له مسئلې کومې برخې دي او نه هم دا څرګنده شوې چې دغه لیدنه کله ترسره شوې ده.
ښاغلی کرزی له محدودو سیاسي څېرو څخه دی چې د اګست په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته لاهم په افغانستان کې پاتې دی. طالبانو لخوا پر کرزي د لګول شویو سیاسي محدودیتونو سره سره خو لا هم نوموړی د افغانستان په سیاست کې یو غیر رسمي لوبغاړی ګڼل کېږي. هغه زیاتره د منځګړي او د ملي روغې جوړې د ملاتړي رول لوبوي او هڅه کوي چې د انتقادي نظریاتو او تعامل له لارې د افغانستان د ثبات لاره هواره کړي؛ خو داسې انګېرل کیږي چې په طالبانو او په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د لویو بحرانونو په حل کې د کرزي رول هومره ډېر اغېزناک نه دی.