طرز پرس: د روسیې چارواکو ادعا کړې چې اوکراین د امریکا د شپږو ستراټژیکو توغندیو پر مټ د روسیې ځینې سیمې په نښه کړې دي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دغه توغندي په دقیق ډول کومې ستراټژیکې سیمې په نښه کړي دي، خو د روسیې رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي چې دغه اوږد واټن ویشتونکي توغندي د روسیې په لوېدیځ د «بریانسک» په سیمه کې لګېدلي دي. لومړني راپورونه ښيي چې اوکراین شپږ توغندي د روسیې پر خاوره توغولي دي او دا لومړی ځل دی چې کیف په دې توانېدلی چې د روسیې په خاوره کې ژور اهداف په نښه کړي.
د امریکا رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اوکراین ته د دې ستراټژیکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړې ده. اوکراین تر اوسه په دې اړه هیڅ نظر نه دی څرګند کړی.
د امریکا له خوا اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه او د همدې توغندیو پر مټ دا وروستی توغندیز برید دا څرګندوي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه یوې ژورې پایلې ته دننه شوې ده.