طرز پرس: د ښځو د حقونو وتلې فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، ملاله یوسفزۍ، د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه په خپلو خواشینوونکو څرګندونو کې ویلي چې هېڅکله یې تصور نه کاوه چې د ښځو بنسټیز حقونه به دومره په اسانۍ له لاسه ورکړل شي.
هغې د افغانو نجونو په منځ کې د زیاتېدونکې ناامېدۍ او خپګان په اړه وویل چې ډېری یې خپل راتلونکي تیاره او بې هیله ویني. ملاله ټینګار وکړ: «دې نجونو ته داسې ښکاري چې د دې حالت څخه د وتلو هېڅ لاره نه شته.»
ملاله د طالبانو له سخت دریځو سیاستونو څخه په کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل: «محدودیتونه دومره افراطي دي چې هېڅوک یې تصور نه شي کولای.»
هغې د بي بي سي د آسیا څانګې سره په مرکه کې د طالبانو دغې دورې ته د «افغانو ښځو لپاره ډېر تیاره وخت» نوم ورکړ او زیاته یې کړه: «افغان ښځو هر څه له لاسه ورکړي، خو لا هم مبارزه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو واک ته راستنېدل د افغانو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او محدودیتونو نوې څپه پیل کړې. هېڅ قانوني یا قضایي ملاتړ د هغوی د حقونو د خونديتوب لپاره نشته او ښځې نه یوازې د طالبانو د سخت سیاستونو سره مخ دي، بلکې د کورني او دودیز تاوتریخوالي سره هم مبارزه کوي.
ملاله یوسفزۍ، چې خپله هم د زده کړو د حق غوښتلو پر مهال د پاکستاني طالبانو له بریدونو سره مخ شوې، په خپلو دغو څرګندونو یو ځل بیا د افغانو ښځو سخت او دردونکې وضعیت نړیوالو ته روښانه کړه.