روسیې: له امريکايي توغندیو سره هر ډول برید ته سخت او دروند ځواب ورکوو

طرز پرس

29 عقرب 1403

sputnik-8434523-preview.jpg

مسکو - طرز پرس: روسیې یوځل بیا خبرداری ورکړ چې د دوی پر خاوره له امريکايي اوږد واټن ویشتونکو توغندیو سره هر ډول برید ته به سخت او دروند ځواب ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د سې شنبې په ورځ د لړم۲۹مه، په یوه خبري ناسته کې ويلي دي چې د احتمالي وضعیت په اړه یې اوکراین ته وار له مخه لازم خبرداری ورکړی دی. مېرمن زاخارووا ټينګار وکړ: هیله منده ده داسې ورځ را نه شي چې کرملین یو سخت غبرګون ته مجبوره شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دغه څرګندونې د هغو راپورونو په غبرګون کې وکړې چې ویل کیږي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د روسیې پر ضد اوکراین ته د امريکايي استراټژیکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړې ده.