آلمان – طرز پرس: په برلین کې د افغانستان د جمهوري دولت سفیر یما یاري او د دې هېواد په بٌن ښار کې د افغانستان جنرال قونسل سید لطفالله سادات، د «کوربه هېواد په غوښتنه» له خپلو دندو استعفا کړې ده. دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ، د لړم ۲۸مه، د دوی له خوا په جلا اعلامیوکې خلکو سره شریکه شوه.
دواړو چارواکو ویلي چې خپل مسوولیتونه یې خپلو همکارانو ته سپارلي او د ګوښه کېدو دلیل یې هم د کوربه هېواد غوښتنه او سیاسي مسایل بللي دي.
یما یاري په خپله اعلامیه کې ویلي:
«د کوربه هېواد د غوښتنې پر بنسټ زه د آلمان په هېواد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه له خپلې دندې استعفا کوم او د چارو اداره د اصولو او مقرراتو پر بنسټ خپلو همکارانو ته سپارم.»
همدارنګه، سید لطفالله سادات په خپله اعلامیه کې ویلي:
«د کوربه هېواد د ځینو سیاسي ملحوظاتو او محدودیتونو په نظر کې نیولو سره، زه د آلمان په بن ښار کې د افغانستان د جنرال قونسل په توګه له خپلې دندې استعفا کوم.»
تر اوسه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښايي په برلین کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپارل شي.
څو میاشتې مخکې، په بریتانیا کې د افغانستان سفارت هم د کوربه هېواد په غوښتنه وتړل شوه. دا ډول اقدامات، یو شمېر افغانان اندېښمن کړي چې ممکن د افغان کډوالو لپاره قونسلي او ډیپلوماټیک خدمات له خنډونو سره مخ کړي.
د چارو شنونکو په باور، دا بدلونونه د افغانستان د ډیپلوماټیکو او سیاسي شرایطو پېچلتیا څرګندوي او ښايي په بېلابېلو هېوادونو کې د نړیوالو اړیکو او بهرنیو افغانانو پر حقوقي وضعیت ژور اغېز ولري.