کابل - طرز پرس: د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په غزني ولایت کې د "جادوګرۍ" په تور د څلورو کسانو له نیولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه نیونې د امر بالمعروف د محتسبانو لخوا ترسره شوې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دې وزارت د نوي قانون پر اساس د خلکو د نیولو واک او صلاحیت ځان لپاره خوندي کړی دی. یاد قانون چې د افغان ښځو پر وړاندې سخت محدودیتونه لګوي، له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او له ۲۰ زیات نړیوال هېوادونه پرېکړه کړې چې د دې قانون پر ضد به په نړیواله محکمه (لاهه) کې د طالبانو پر وړاندې د شکایت دوسیه پرانیزي. د دې قانون له مخې، ښځې مکلفې دي داسې بشپړ حجاب واغوندي چې د دوی ټول بدن او مخ ورسره پټ وي. یاد قانون دا حکم کوي چې له دې قانون هر ډول سرغړونه ښایي د جریمې یا بندي کېدو په څېر له جزاوو سره مل وي.