واشنګټن - طرز پرس: د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې مېرمن کارولین لوېت به د هغه په نوي حکومت کې د سپینې ماڼۍ د اړیکو مدیره او ویاندې په توګه کار کوي.
مېرمن کارولین ۲۷ کاله عمر لري او تر دې مخکې یې د ټرمپ د ټاکنیزې کمیټې ویاندې په توګه کار کاوه. ښاغلي ټرمپ په دې اړه په یوه بیانیه کې وویل: «لوېت زیارکښه ده او هغې ثابته کړې چې کولای شي د اړیکو مدیرې په توګه ډېره اغېزمنه تمامه شي. زه ډاډه یم چې هغه به پر تریبون غوره فعالیت وکړي او زموږ پیغام به د امریکا خلکو ته ورسوي.»
کارولین لوېت د ډونالډ ټرمپ په لومړي دوره کې د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیاله وه. امریکايي رسنیو مېرمن کارولین په سپیڼه ماڼۍ کې د امریکا د تاریخ تر ټولو ځوان ویانده بللې ده.
سپیڼې ماڼۍ کې د امریکا د تاریخ تر ټولو ځوان ویاندې لپاره د ټرمپ نوی حکم
طرز پرس
26 عقرب 1403