واشنگتن - طرز پرس: ایران لخوا د امریکا پر منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ د ناکامو بریدونو په اړه له خپروو شویو راپورونو وروسته، اوس امریکایي ورځپاڼې، والاستریت ژورنال، خبر ورکړی چې ایران په دې اړه امریکا ته یو لیکنیز تضمین ورکړی چې د دونالد ټرمپ د ترور په هڅه کې نه دي.
والاستریت ژورنال د جمعې په ورځ، د نومبر ۱۵مه، لیکلي چې دا هوکړه په پټه د ایران او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې ده او ایران د بایدن حکومت ته په دې اړه یو لیکنیز تضمین ورکړی چې نه غواړي د ښاغلي ټرمپ د ترور یا وژلو لپاره کومه هڅه وکړي. دغه ورځپاڼه د بایدن حکومت یو لوړ پوړي چارواکي په حواله لیکلي چې دغه لیکنیز تضمین د اکتوبر په ۱۴مه نېټه، وروسته له دې چې متحده ایالاتو ایران ته په دې اړه مستقیم خبرداری ورکړی و، د امریکا چارواکو ته رسیدلی دی.
د والاستریت ژورنال د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په یو محرم پیغام کې، د خپلو منځګړو له لارې اسلامي جمهوري دولت ته خبرداری ورکړی و چې د دونالد ترامپ ترور لپاره هر ډول تکراري هڅه کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ مستقیمه جګړې ته لاره هواره کړي.
ایران تر اوسه د والاستریت ژورنال د دې راپور په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده کړې، خو تر دې مخکې یې د دونالد ترامپ ترور په اړه هر ډول تورونه رد کړي دي.
وال استریټ ژورنال: ایران، امریکا ته یو لیکنیز تضمین ورکړی چې د ټرمپ د ترور هڅه نه کوي
طرز پرس
25 عقرب 1403