اولاف شولتز: له پوتین مې وغوښتل چې له اوکراین څخه دې خپل ځواکونه وباسي

طرز پرس

25 عقرب 1403

Gcb0ldtWQAATRqW.jpg

المان- طرز پرس: د المان صدراعظم اولاف شولتز وايي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمير پوتین څخه یې غوښتنه کړې چې پر اوکراین د روسیې یرغل ته نور د پای ټکی کېږدي.
ښاغلي شولتز نن د جمعې په ورځ د نومبر ۱۵مه، پر خپل اېکس پاڼه کې ولیکل چې له پوتین سره یې په یوه ټلفني اړیکه کې له نوموړي څخه یې غوښتنه کړې چې له اوکرویان څخه دې خپل ځواکونه وباسي. نوموړي زیاته کړې: «روسیه باید له اوکراین سره د خبرو اترو لپاره چمتووالی وښيي، دا ځکه مهمه ده چې یوه عادلانه او دوامدارې سولې ته لاره هواره شي.»
بل پلو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې روسیه هېڅکله له اوکراین سره د سولې خبرې نه دي لغوه کړي، خو د هغه په وینا، اوکراین د خبرو لپاره چمتووالی نه ښيي. ښاغلی پوتین ټینګار کړی چې د روسیې موقف د سیمې د امنیت او خپلو اهدافو پر بنسټ ولاړ دی، او هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکي روسیه یوازې جګړې ته ترجیح ورکوي.