پاکستان: افغان طالبان دې نور زموږ زغم نه ازمايي

طرز پرس

25 عقرب 1403

IMG_5387.jpg

اسلام آباد- «طرز پرس»: په پاکستان کې د امنیتي کړکېچ له پراخېدو سره، اسلام آباد یوځل بیا له افغان طالبانو غوښتي چې د دوی زغم دې نه ازمايي او له پاکستاني طالبانو څخه له ملاتړ دې نور لاس واخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۱۴مه اعلان وکړ، چې له ډېرو ویلو نور دوی ستړي شوي دي او افغان طالبان دې نور د دوی زغم نه ازمايي. د دې وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ خبریالانو ته وویل: «افغانستان باید اجازه ور نه کړي چې د دوی له خاورې د پاکستان یا کوم بل ګاونډي پر وړاندې ترهګرۍ لپاره کار واخیستل شي.» هغې زیاته کړه چې د پاکستان ترڅنګ، د افغانستان نورو ګاونډیو هېوادونو هم له طالبانو غوښتي چې «د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې په افغانستان کې یې پټنځایونه جوړ کړي دي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې افغان طالبان دې باید د دوی ګواښونه جدي ونیسي؛ خو داخبره یې واضح نه کړه چې که داسې ونه شي نو دوی به څه وکړي.؟ دا په داسې حال کې دي چې افغان طالبان بیا په پاکستان کې امنیتي کړکېچ د دوی کورنۍ موضوع بولي او ټینګار کوي چې اسلام آباد دې د خپلې کمزوري پړه پر دوی نه اچوي.