اوکراین- «طرز پرس»: رویټرز د اوکراین په مرکز کې د څو چاودنو راپور ورکړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د کییف په ډېرو سیمو کې برېښنا هم پرې شوې ده. تر دې دمه د کییف د دغو چاودنو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د اوکراین رسنیو ویلي چې روسیې یو ځل بیا د اوکراین پر مرکز بریدونه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې اوکراین پرون په روسیه باندې خپل تر ټولو ستر ډرون برید ترسره کړ. د روسیې یوه چارواکي وویل چې اوکراین د ۲۵ ډرونونو پر مټ برید کړی و، خو د روسیې دفاعي سیستمونو ۲۲ ډرونونه څارلي او له منځه یې وړي دي.
دا د جګړې له پیل راهیسې په روسیه باندې د اوکراین لومړی او تر ټولو لوی برید بلل شوی دی.