کابل - «طرز پرس» د افغانستان د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ورستیو سیاسي هڅو په لړ کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.
دا کتنه کټ مټ له هغه وروسته ترسره شوې چې څو ورځې مخکې د افغانستان د پخواني حکومت او د طالبانو د غیر رسمي استازو په ګډون په استانبول کې یوه ناسته ترسره شوه. داکټر عبدالله د دې لیدنې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د هغه له خوا په خپرو شویو عکسونو کې ښکاري چې په دې مجلس کې د پخواني حکومت د مالیې وزیر او د پخواني حکومت په سیاسي جوړښت کې یوه اغېزناکه څېره، عمر زاخیلوال هم حضور لري.
د طرز پرس د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د استانبول په غونډه کې د حامد کرزي له لوري د هغه ورور او د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی او د ډاکټر عبدالله له لوري د هغه خورزی او د پخواني حکومت د اقتصاد وزیر مصطفی مستور، ګډون کړی و. حامد کرزي ته نږدې شخصیت، کریم خرم، څو ورځې مخکې د استانبول له غونډې هرکلی وکړ، خو په دې غونډه کې یې د حامد کرزي د مستقیم ګډون څخه یې انکار کړی و.
د استانبول غونډه د «ملي خبرې اترې» تر سرلیک لاندې د شاوخوا ۷۰ بېلابېلو سیاسي شخصیتونو په ګډون ترسره شوه، خو د دې غونډې په اړه هېڅ راز معلومات رسنیو او خلکو سره شریک نه شول. له افغانانو او له نړیوالې ټولنې دغه پټه ترسره شوې ناسته د غونډې رونټیا او نتایجو په اړه وار له مخه خلک په شک کې اچولي دي.