واشنګتن- طرز پرس: د امریکا عدلیې وزارت هغه شواهد او مدارک بر بنډه کړل چې پر بنسټ یې د ایران حکومت دویم ځل لپاره د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر ګټونکي دونالد ټرمپ، د برید ناکامه هڅه کړې ده.
امريکايي رسنۍ اسوشټید پرس د جمعې په ورځ د نومبر۸مه، راپور ورکړ، چې سپاه پاسداران خپل یو نفوذي کس ته د ټرمپ د ترور دنده ورکړې وه؛ خو «اف بي آی» دغه طرحه شنډ کړه. اسوشټید پرس د امریکا د عدلیې وزارت په حواله لیکلي چې د ایران سپاه پاسداران یوه چارواکي، د روان کال په سپتمبر کې د «فرهاد شاکري» په نوم یو کس دې لپاره ګمارلی وو چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی دونالد ټرمپ ووژني.
د امریکا عدلیې وزارت د سپاه پاسداران د دغه چارواکي هویت نه دی په ډاګه کړی. د دغه وزارت د کره شواهدو پر بنسټ، د ایران دغه چارواکي خپل نفوذي کس ته ویلي وو چې که د ښاغلي ټرمپ وژنه ورته سخته وي، نو بیا دغه چاره له ټاکنو وروستې ته وځنډوي، ځکه د سپاه پاسداران دغه چارواکی په دې باور وو، چې ټرمپ به په ټاکنو کې بریالی نه شي او هغه وخت یې په نښه کول هم اسانه کیږي.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې د امریکا ملي پولیسو «اف بي ای» د کره شواهدو له مخې دا طرحه شنډ کړې؛ خو لاهم ګواښونه پرځای پاتې دي. دا پر دونالد ټرمپ د برید دویمه ناکامه هڅه ګڼل کيږي چې د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې ترسره شوي او د دواړو بریدونو اصلي پړه هم د ایران حکومت ته متوجه کیږي.