قندهار: «طرز پرس»: د طالبانو مشر په یو تازه فرمان کې ویلي، چې د وسلو او نظامي تجهیزاتو د وېش واک یوازې دی لپاره خوندی دی او نور هېڅ اداره دا صلاحیت نه لري.
دا فرمان اته مادې لري او یوه کاپي یې طرز پرس ته هم رسېدلې ده. د ملا هیبت الله د دې فرمان پر بنسټ، نور د کورنیو چارو وزارت، دفاع او استخباراتو عمومي ریاست نه شي کولی چې پخپل سر وسلې وويشي، بلکه ټولې وسلې باید د ملا هبت الله اړوند ځانګړې ادارې ته دې وسپاري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم همدا نن د جمعې په ورځ د لړم په ۱۸مه، ومنله چې دا پرېکړه د دوی مشر ملا هیبت الله د یوې اته ماده ییزې فرمان په واسطه کړې ده. ښاغلي مجاهد د دې پرېکړې دلیل له وسلو او نظامي تجهیزاتو څخه «سمه استفاده» بللې او ټينګار یې کړی چې له دې وروسته به د وسلو او نظامي تجهیزاتو وېش یوازې د ملا هیبت الله په امر ترسره کيږي.
د ملاهیبت الله د فرمان په لومړي ماده کې ویل شوي چې د کورنیو چارو وزارت، دفاع او استخباراتو عمومي ریاست په ګډون، هېڅوک نشي کولی د هغه له اجازې پرته، وسلې او نور نظامي تجهیزات، پخپل سر وویشي یا د ویش امر یې صادر کړي.
د همدې فرمان په دوهمه ماده کې بیا ویل شوي چې د طالبانو دفاع، کورنیو چارو وزارتونه او د استخباراتو ریاست مکلف دي چې ټول نظامي تجهیزات د ملا هیبت الله اړوند ځانګړې ادارې «بیتالمال د تثبیت، ثبت او مراقبت» ته یې وسپاري.