کاناډا - «طرز پرس»: د کاناډا په اوټاوا ښار کې د افغان خبریالانو د اوسني وضعیت د ارزونې او ملاتړ په موخه یوه ځانګړې ناسته ترسره شوې ده. دا ناسته د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۴مه، د کاناډا د ولسي جرګې غړي او یو شمېر نورو ډپلماټانو په ګډون ترسره شوه او د طالبانو تر واک لاندې د افغان خبریالانو او رسنیو د جدي ستونزو په اړه پکې بحث وشو.
د بیان آزادۍ کور په نوم یوه بنسټ چې د دغې ناستې کوربهتوب کاوه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ د اندېښنې وړ حالت د دې ناستې اصلي محور و. په دې ناسته کې افغان خبریالانو، د ښځو د حقونو فعالانو، د مدني ټولنې غړو، د کاناډا د پارلمان استازو او له جرمني، هالنډ او اسټرالیا څخه ډیپلوماټانو ګډون درلود او په افغانستان کې یې د بیان آزادۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
اعلامیه زیاتوي چې په دې ناسته کې، د افغانستان د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوال نوملړ کې د پام وړ ښکته راتګ ته اشاره شوې. درې کاله مخکې افغانستان په ۱۲۱م ځای کې و، خو اوس ۱۷۸ ځای ته را کښته شوې ده. دا لوی توپیر د هغو ستونزو ښکارندوی دی چې طالبانو پر خبریالانو او خپلواکو رسنیو باندې راوستي دي. په دې کې د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په څېر سخت قوانين شامل دي چې د ښځو حقونه یې محدود کړي او په رسنیو کې یې د ژوندي موجوداتو انځورونه منع کړي دي.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په افغانستان کې له جدي ګواښونو، نیونو او ټکولو سره مخ دي. د وړاندې شویو شمېرو له مخې، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې سلګونه خبریالان مجبور شوي چې هېواد پرېږدي. کاناډا تر اوسه له ۳۰۰ څخه زیاتو خبریالانو ته پناه ورکړې ده، خو ډېر نور لا هم په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې له جدي خطرونو سره مخ دي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې په موجوده سختو شرایطو کې، د افغانستان رسنۍ لا هم خپل فعالیت ته دوام ورکوي او هر کال له زر څخه ډېر زدهکوونکي په خبریالۍ کې فارغېږي. خو د پام وړ ده چې په دې فارغانو کې هېڅ ښځه شتون نه لري، چې دا د ټولنیزو آزادیو او د ښځو د حقونو په برخه کې شدید محدودیتونه ښيي.
ډېرې هغه افغان رسنۍ چې له هېواد څخه وتلي، لا هم د افغانستان خبرونه خپروي او د هغو خبریالانو پراخه شبکه یې ساتلې ده چې له جدي محدودیتونو لاندې فعالیت کوي. په دې ناسته کې د کاناډا او بریتانیا د مطبوعاتو د آزادۍ جایزې څخه هم یادونه وشوه چې افغان رسنیو ته د مقاومت د نښې په توګه ورکړل شوې ده.
د ناستې ګډونوالو له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول کاناډا، څخه د افغان خبریالانو د ملاتړ غوښتنه وکړه. هغوی د خونديتوب په اړه د روزنې، د تبعید شوو رسنیو د ملاتړ، او د طالبانو پر وړاندې د بندي خبریالانو د خوشې کولو او د سختو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه. همدارنګه، ګډونوالو د هغو افغان خبریالانو لپاره سمدستي ملاتړ وغوښت چې په ترکیه، ایران او پاکستان کې له اخراج سره مخ دي.
په دې ناسته کې د اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ د رسمي دریځ ستاینه وشوه چې له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) څخه سرغړونه بنده کړي او موضوع نړیوالې محکمې ته راجع کړي. دا اقدام د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د درناوي لپاره د نړیوالو هڅو یوه نښه ده.