واشنګټن - «طرز پرس»: د امریکا ولسمشر جوبایډن د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا ته مبارکي ویلې او ښاغلي ټرمپ ته یې بلنه ورکړې چې په سپینه ماڼۍ کې ورسره وویني.
سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې جو بایدن په یوه ټلیفوني اړیکه کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې ده. د سپینې ماڼۍ د اعلامیې پر بنسټ، جوبایدن په یوه جلا ټلیفوني اړیکه کې خپلې مرستیالې کامالا هریس ته د هغې له ټاکنیزو مبارزو او هڅو هم مننه کړې ده. سپینه ماڼۍ د جوبایدن له قوله ویلي چې هغه دواړو خواوو ته د واک د سولهییز ليږد د ژمنې ډاډ ورکړی دی.
د ډونالډ ټرمپ په وړاندې د یوازینۍ سیالې په توګه د دموکرات ګوند نوماندې کامالا هریس، هم خپله ماتې منلې او د ډونالډ ټرمپ بریا ته یې مبارکي ویلې ده. کامالا هریس تېر ماښام د خپلو ټاکنیزو مبارزو له پای ته رسېدو وروسته په خپل لومړني بیان کې ټینګار وکړ چې د واک د سولهییز لیږد پلوي ده. هغې ټينګار وکړ، چې هیڅکله به د خلکو ترمنځ د عدالت او برابرۍ لپاره له مبارزې لاس وانخلي.