طالبان: هېله لرو چې ټرمپ په سیمه او نړۍ کې روانه جګړه پای ته ورسوي

طرز پرس

16 عقرب 1403

MoFA.jpg

کابل - طرز پرس: طالبانو د دونالد ټرمپ له بریا وروسته په یوه رسمي اعلامیه کې د ښاغلي ټرمپ په مشرۍ د امريکا له راتلونکې ادارې څخه غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغندو اړیکو په برخه کې واقع بینانه ګامونه پورته کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري، چې «د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.»
په اعلامیه کې دا یادونه هم شوې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه د جمهور رئیس ډونالډ ټرامپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوې ده. طالبانو ویلي چې له دغه هوکړې وروسته په افغانستان کې د «امریکا شل کلن اشغال» پای ته ورسېد.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ‏همداراز تمه ښودل شوې، چې ښاغلی ټرامپ به سيمه او نړۍ کې روانې جگړې ته د پای ټکی کېږدي. طالبانو زیاته کړې: «تمه ده چې ښاغلي ټرمپ په ځانگړې توگه، غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.» امریکايي رسنیو نن رسماً اعلان وکړ چې ښاغلی ټرمپ د امریکا د ۴۷م منتخب ولسمشر په توګه د متحده ایالاتو ولسمشریزو ټاکنوکې بریالی شوی دی.