فاکس نیوز: ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

طرز پرس

16 عقرب 1403

gettyimages-578546944-2000-f71f01d8b14d409c87486993fcd6c592.jpg

واشنګټن - طرز پرس: د امریکا خبري شبکې فاکس نیوز، اعلان وکړ چې ډونالډ ټرمپ د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې بریالی شوی او هغه یې د متحده ایالاتو ۴۸م ولسمشر وباله.

فاکس نیوز، د چهارشنبې په ورځ د لړم ۱۶مه راپور ورکړ چې: «ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د راتلونکي ولسمشر په توګه وټاکل شو.» د فاکس نیوز ترڅنګ، نورو امریکايي رسنیو، لکه سی‌ان‌ان هم ویلي چې د ټرمپ د بریا امکان زیات دی، خو د دې رسنیو د خبرونو پر بنسټ، لومړني نتایج ممکن بدلون ومومي.
د امریکا د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیي چې دونالد ټرمپ ۲۶۷ الکترال رایې ګټلي دي، او کامالا هریس تراوسه ۲۱۶ الکټرال رایې ترلاسه کړي. د لومړنیو ارزونو له مخې، ټرمپ یوازې درې نورو الکټرال رایو ته اړتیا لري چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنوکې په قطعي ډول بریا خپله کړي.

په ورته وخت کې، دونالډ ټرمپ هم د امریکا د ولسمشر په توګه خپله بریا اعلان کړه او څو شېبې مخکې یې په فلورېډا کې وویل: «موږ خنډونه لرې کړل او د سیاسي تاریخ تر ټولو خوشالوونکي شېبې ته ورسېدو.»

ټرمپ زیاته کړه: «امریکا به یو طلايي پلاو ته دننه شي.» ټرمپ یوځل بیا د خپلو ټاکنیزو ژمنو یادونه وکړه او اعلان یې وکړ چې پوله به وتړي او امریکا ته د غیرقانوني کډوالۍ مخه به ونیسي.