کاملا هریس: ستاسو یوه رایه هم برخلیک ټاکونکې ده

طرز پرس

15 عقرب 1403

OIP (3).jpg

واشنګټن - طرز پرس: د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره دموکراته نومانده کاملا هرېس، خپلو پلویانو ته ویلي چې د  هغوی یوه رایه هم کولای شي ټاکنیز برخلیک بدله کړي.

د امریکا د رسنیو راپورونو له مخې، اغلې هرېس دغه څرګندونې تېره شپه په خپله وروستۍ ټاکنیزه غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې دا ټاکنې د امریکا په تاریخ کې د کاندیدانو د رایو له مخې تر ټولو نږدې ټاکنې کېدای شي. اغلې هرېس ویلي: «ان ستاسو یوه رایه هم برخلیک ټاکونکې ده.»

کامالا هریس خپلو پلویانو ته د وروستي ځل لپاره ویلي، چې د 2024 کال د امریکا ټاکنې د تېرو لسو کلونو د ستونزو د حل کولو لپاره یو طلایي فرصت دی، څو په امریکا کې د وېرې او جګړې پر بنسټ سیاستونو ته د پای ټکی کیږدي.