کابل- «طرز پرس» : د طالبانو مشر ملا هیبت الله خپله کابینه د یوې اختصاصي غونډې لپاره کندهار ته ورغوښتې. د غونډې اجنډا لا روښانه نه ده خو یو شمېر سرچینې وايي چې ښايي دا غونډه په افغانستان کې وروستیو سیاسي او اقتصادي مسایلو ته د کتنې لپاره متمرکزه وي.
یوې سرچینې د سې شنبې په ورځ د لړم ۱۵مه، طرز پرس ته ومنله، چې په دې غونډه کې د ملاهیبت الله له لوري د ښځو او پر رسنیو د لا ډېرو محدودیتونو په برخه کې د هغو سختو فرمانونو د تطبیق لپاره به هم سپاښتنې وشي، چې تردې مخکې یې ډېر غبرګونونه را پارولي وو.
خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یو شمېر چارواکي د ملا هیبت الله له دغو سختو قوانینو سره مخالف او ناراضه دي؛ خو ظاهراً څه نه وايي. تر دې مخکې نیویارک ټایمز راپور ورکړی وو چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او په دغه ډله کې نفوذ لرونکی د حقانې شبکې مشر سراج الدین حقاني د ملا هیبت الله له دغو سخت دریځو فرمانونو سره سخت مخالف دی.
تر دغه راپور وروسته، افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د قندهار په حلقه کې د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملابرادر او د دفاع وزیر ملایعقوب هم هغه کسان دي چې د ملا هیبت الله له دغو فرمانونو سره مخالف دي او لېواله دي چې له نړۍ سره تعامل وکړي.
د ښځو او رسنیو په برخه کې د طالبانو د مشر ملاهیبت الله وروستیو سختو فرمانونو د نړۍ په کچه غبرګونونه را پارولي دي او د نړۍ تر شلو ډېرو هېوادونو تازه پرېکړه کړې چې په دې اړه خپل شکایت به نړیوالې محکمې «لاهې» ته وسپاري.
ملاهبت الله خپله کابینه یوې اختصاصي غونډې لپاره قندهار ته ورغوښتې
طرز پرس
15 عقرب 1403