واشنګتن - طرز پرس: د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشریزو ټاکنو یوازې یوه ورځ مخکې ډونالد ټرمپ خپل ځان په اړه نه منونکي اعتراف کړې او دا امکان یې منلی چې کېدای شي داځل هم په ټاکنو کې بریالی نه شي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۴مه، له امریکایي شبکې «ای بي سي» سره په یوه ټلیفوني مرکه کې د ټاکنو د وضعیت او خپلې سیالې کاملا هریس په اړه خپلې وروستۍ خبرې وکړې. نوموړي وویل چې په ټوله مانا له خپلې ډموکراتې سیالې مېرمن هرېس څخه په زیات توپیر مخکې دی؛ خو داهم ممکنه ده چې دی دې ټاکنې وبایلي.
ښاغلي ټرمپ په دې اړه د خبریالې یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «فکر کوم کېدای شي وبایلم، یعنې زما هدف دا دی چې ښايي دا پېښه وشي»
ښاغلي ټرمپ اي بي سي خبرې شبکې سره په خبرو کې زیاته کړې چې تمه لري تر سې شنبې او چهارشنبې پورې د هغه نوم رسماً د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه اعلان شي. سبا د سې شنبې په ورځ د نومبر پنځمه نېټه، د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو رسمي ورځ ده او ښايي د ورځ په پای کې د ټاکنو پایلې هم اعلان شي. وروستي نظر پوښتنې په ډاګه کوي چې ښاغلی ټرمپ او د نوموړي ډموکراتې سیالې کاملا هریس ډېر نږدې سره روان دي او د رایو شمېر ډېر لږ تفاوت لري.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری هېوادونه د امریکا د ټاکنو د پایلو په تمه دي او ان د منځيني ختیځ په ګډون د ډېریو هېوادونو سیاسي ستونزې هم د امریکا د ټاکنو پایلې ته سترګې په لاره دي چې تمه کيږي د ښاغلي ټرمپ له بریا سره د امریکا په لنډمهاله سیاست کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.