واشنګټن (طرز پرس) – ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین په وروستیو اوونیو کې، نژادپالونکو او د ښځو ضد څرګندونو ته مخه کړې او د پراخو ګواښونو له لارې یې د امریکا سیاسي فضا اغېزمنه کړې ده.
دې رسنۍ د ټرمپ له لوري د کانګرس د یوه پخواني غړي پر وړاندې بریدونو او د هغه ګواښونکو څرګندونو ته اشاره کړې او یو اندېښمنوونکی تصویر یې وړاندې کړی چې ښيي ټرمپ د رایې اخېستو لپاره له افراطي هڅو څخه کار اخلي. ګارډین دا کړنې غیرمعمولي بللي او ټینګار یې کړی چې ټرمپ له سخت دریځه چلند څخه لاس نه دی اخیستی.
راپور کې راغلي، ټرمپ ژمنه کړې چې پوځ به د هغو کسانو پر وړاندې وکاروي چې هغه یې «کورني دښمنان» بولي، چې په دې کې نانسي پلوسي او اډم شیف شامل دي. دغه افراطي ژمنې، د ښځو ضد او نژادپالنې څرګندونو سره، د یوې خطرناکې رویې نښه ده چې په امریکا کې یې بېساري مثال نشته.
بل پلو، په یوه غونډه کې، امریکایي کمېډین توني هینچکلیف د پورټو ریکو په اړه سپکاوی وکړ چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول. دواړو ګوندونو، جمهوريپالو او ډیموکراتانو، په یوه غږ دا نژادپالنه وغندله. خو ټرمپ د عذر غوښتنې پر ځای، ځان د لاتینتبار او پورټو ریکویي ټولنې دوست وښود، چې د پورټو ریکو د ټولنې له منفي غبرګون سره مخ شو.
د ګارډین په راپور کې همداراز د ټرمپ د ښځو ضد څرګندونو یادونه هم شوې چې د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د ډیموکراتانو نومانده کامالا هریس یې کمهوشه او ګمراه بللې ده. ټرمپ د ښيلاس افراطي ژورنالست تاکر کارلسن سره په مرکه کې د کانګرس پخوانۍ استازې لیز چني جګړهپاله ګڼلې او د هغې په وړاندې یې د ګواښ ضمني ژبه کارولې ده. چني په غبرګون کې د ډیکتاتورۍ خطر ته اشاره کړې او اندېښنه یې څرګنده کړې چې ټرمپ استبداد ته لېواله دی.
ګارډین دې پایلې ته رسېدلی چې اوس د امریکایي رای ورکوونکو مسوولیت دی چې د ټرمپ د دغو تاوتریخجن لفاظیو پر وړاندې تصمیم ونیسي او د تاریخ له تکرار او د استبداد له واکمنۍ څخه د مخنیوي لار پیدا کړي.